خبرونهاقتصاد

په هلمند کې د غواګانو د روزنې فارمونه زیات شوي دي

کابل، د غبرګولي ۳۰ مه ، باختر

په هلمند ولایت کې د شېدو د تولید لپاره د غواګانو د روزنې شخصي فارمونه زیات شوي دي.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا مدیر ډاکټر ولي محمد باختر آژانس ته وویل، چې د غواګانو دولتي فارمونه د تېرو جګړو له امله له منځه تللي دي؛ خو په دې وروستیو وختو کې د هلمند ولایت یو زیات شمېر خلکو د شېدې ورکوونکو غواګانو فارمونو جوړولو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې همدا اوس د هلمند د کرنې په ریاست کې د غواګانو د روزنې ۷۳ فارمونه ثبت شوي او د نویو فارمونود ثبتولو بهیر دوام لري.

د غواګانو د روزنې د یو فارم څښتن وویل، چې په دغه ولایت کې د یوې ښې غوا بیه له ۶۵ زرو افغانیو څخه تر۳۳۵ زرو افغانیو پورې ده چې دغه غواګانې په ورځ کې له یو من څخه تر۶ منو پورې شېدې ورکوي.

هغه وویل، که چېرې حکومت له دوی سره مرسته وکړي هر فارم کولای شي هره ورځ سلګونه  لیتره تازه شېدې بازار ته وړاندې کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته