کابل/ د وري٣ مه / باختر
د هلمند د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په ورستیو میاشتو کې یې د نشه یي توکو سلګونه پلورونکي نیولي چې اوس مهال په زندانونو کې پراته دي.
دغه کسان د هلمند لښکرګاه ښار له شاوخوا سيمو څخه په داسې حال کې نیول شوي چې په روږدو کسانو یې نشه یي توکي پلورل.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې باختراژانس ته وويل په تېرو څو مياشتو کې څه د پاسه ۲۰۰ د نشه يي توکو پلورونکي نیول شوي دي.
هغه وويل چې د نشه يي توکو د پلورونکو پر وړاندې د هلمند د پوليسو او کشفي ځواکونو عمليات دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هلمند کې د زرګونو روږدو درملنه شوې او بېرته رخصت شوي دي.
\ ذ