کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې نن د کجکي جام تر عنوان لاندې؛ د دغه ولایت په کوربتوب د کندهار، هرات او غزني ولایتونو تر منځ د کرکټ شل اوریزي سیالۍ پیل شوې.
د هلمند ولایت د کرکټ بورډ آمر جانان فولادوال باختر آژانس ته وویل، چې یادې ۲۰ اوریزې سیالۍ د څلورو ولایتونو لوبغاړو ترمنځ پيل شوې چې څلور ورځې به دوام وکړي. په خبره یې، لومړۍ لوبه نن د هلمند او کندهار لوبډلو ترمنځ پيل شوې ده.
د هلمند د کرکټ اکاډمۍ روزونکی عبدالرحمن ناصري وايي، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
ناصري له لوړ پوړو مسؤلینو غوښتنه وکړه چې همکاري ورسره وکړي چې تکړه لوبغاړي په نښه او د هېواد په کچه لاسته راوړنې ولري.
لوبغاړو د دې سیالۍ په ترسره کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل به يې وړتیاوې لا لوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د ورزش برخې ته پاملرنه ډېره شوې ده.
س.صدیقي