خبرونهټولنه

په هلمند کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی دی

کابل / د وري ۱۱ مه / باختر

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دی.

د هلمند د ترافیکو یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې یاده پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو موټر له واټ څخه ووت او چپه شو په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپيان شوي چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دی

د هلمند د ترافیکو ادارې د یادې پېښې اصلي علت د موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې ده.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته