خبرونهامنیت

په هلمند کې شپږ تنه د اوسپنې  قاچاق په تور ونیول شول

 کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر

په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شپږ تنه پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په تور نیول شوي دي.

په ګرمسیر ولسوالۍ کې امنیتي مسوولین وايي چې نیول شویو کسانو په درېیو موټرو کې اوسپنه بار کړې وه او پاکستان ته یې قاچاق کوله.

سرچینه زیاتوي، هیچاته ته به په هیڅ صورت اجازه ور نه کړي چې د هېواد شتمني ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې لسګونه تنه پاکستان ته د وسلو او اوسپنې قاچاق په تور نیول شوي وو.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته