خبرونهامنیتټولنه

په هلمند کې لسګونه بندیان خوشې شول

کابل/ د ثور٨ مه/ باختر

په هلمند کې د کوچني اختر رارسيدو له امله ۳۵ بنديان له بند خونې آزاد شول.

دغه کسان د بيلابيلو جنايي جرمونو په تور نيول شوي وو او په زندان کې يې شپې سبا کولي.

په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې دغه کسان د هلمند د باباجي او موسى کلا ولسواليو له زندانونو څخه د نېکمرغه کوچني اختر په درناوي ازاد شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته