امنیت

په هلمند کې يو قومي مشر ووژل شو

يو قومي مخور پرون مازيګر دهلمند ولايت دګرمسير په ولسوالۍ کې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا ووژل شو .

دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ يو قومي مخور حاجي عبدالله خان ددوو تنو ناپيژندل شويو وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا ووژل شو .

دده دڅرګندونو له مخې ددغې وژنې په تور څلور تنه دپوليسو له خوا نيول شوي دي .

ديوبل خبر له مخې دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې دايساف دځواکونو په هوايي عملياتوکې دتروريستانو يو قوماندان له خپل يو همکار سره ووژل شو .

دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه عمليات دايساف دځواکونو له خوا دګرمسير ولسوالۍ دميان پشتي په سيمه کې ترسره شول چې له امله يې د شاکر په نامه د تروريستانو يوقوماندان له خپل يو همکاري سره ووژل شو .

ديادونې وړ ده چې دغه قوماندان دګرمسير په ولسوالۍ کې په زياتو بريدونو او چاودنو کې رول درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته