ښوونه او روزنه

په هلمند کې پنځه ښځینه ښوونځی نړېوال ایوارډونه تر لاسه کړل

لښکرګاه/ د وري ۱۴ مه/ باختر
دBritish Council یا د بریتانیا ښوونیز او کلتوري مرکز دغه ایوارډونو ته د نړۍ د ۱۲۵ هېوادونو ښوونځي کاندید وو، چې د هېواد په کچه د هلمند پنځو ښځینه ښوونځیو هم ایوارډونه پکې تر لاسه کړل.
که څه هم د هلمند روان ناسم امنیتي وضیعت د دغه ولایت ډېری چارې ټکنۍ کړي؛ خو سره له دې هرڅه دغه جنګ ځپلي ولایت نن یو ځل بیا د یو لړ نړېوالو معنوي ویاړونو کوربه و.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د راپور له مخې؛ د هلمند د پوهنې رییس دوواد شاه صفاري د ایوارډونو د سپارنې په پار جوړه شوې غونډه کې وویل چې د لومړي ځل لپاره د British Council یا د بریتانیا ښوونیز او کلتوري مرکز په ۲۰۰۸ کال کې د ۱۲۵ هېوادنو د ښوونځیو ترمنځ د علمي اړیکو د ټینګښت، فرهنګي مسایلو، زده کړه ییزو کړنلارو، منظم درسي چاپیریال رامنځته کولو، تدریسي مېتودونو او نورو علمي تجاربو د تبادلې په موخه یو پروګرام جوړ کړ.
صفاري زیاته کړه چې لومړی ځل په دغه پروګرام کې ایوارډونو ته کاندید ښوونځي یوازې د زونونو په کچه و؛ خو په ۲۰۱۱ کال کې د هېواد د ډېرو ولایتونو ښوونځي په یاد علمي پروګرام کې ومنل شول.
صفاري وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې د هلمند له ۷ ښوونځیو څخه یو ښوونځي ایوارډ ترلاسه کړ، خو تر هغه را وروسته د هلمند زیات ښوونځي دغه نړېوال پروګرام ته کاندید شول چې له مخې یې پنځه ښځینه ښوونځیو ایوارډونه تر لاسه کړل.
په ورته وخت کې د هلمند مرستیال والي بریالي نظري وویل چې له شته ستونزو او ننګونو سره سره دغه ډول لویې لاسته راوړنې د پوهنې ریاست، پر منظمو او ښو فعالیتونو دلالت کوي.
د دغه پنځه ښځینه ښوونځیو له جملې څخه په مرکز لښکرګاه ښار کې یو د C3 ښوونځی دی، د سي درې ښوونځي مدیرې فوزیې علومي باختر اژانس ته وویل: که څه هم د یاد پروګرام په اوږدو کې د کرونا ویروس او یو شمېر امنیتي ننګوني موجودې وې؛ خو بیا هم وتوانیدل چې یو نړېوال ایوارډ د خپل ښوونځي په نامه ترلاسه کړي، علومي یاد پروګرام د زده کونکو د ظرفیت لوړونې او تدریسي تجاربو د تبادلې لپاره خورا مهم یاد کړ.
د معلوماتو له مخې؛ د دغه پروګرام په نوي پیل کې به تر پخوا هم ډېر ښوونځي ومنل شي چې د تېر په څېر به د دغه درې کلن پروګرام ټول مالي لګښتونه د بریتانیا ښوونیز او کلتوري مرکز په غاړه وي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته