نړۍ

کاترين اشتون به د خليج د حوزې هيوادونو ته خپل سفر پيل کړي.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
په بهرنيو او دامنيتي سياست په چارو  کې د اروپا داتحاديې جګپوړې استازې کاترين اشتون په  روان اوونۍ  کې دخليج د حوزې هيوادونو ته  خپل سفر پيليوي .
داشتون  ويندوى  مايکل مان د دغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې ويلي دي چې ميرمن اشتون  عربي متحده اماراتو ، کويټ ،  سعودي عربستان ، عمان او قطر  ته  سفر کوي او ددغو هيوادونو له  مشرانوسره به  ليده کاته وکړي.
اشتون به دسيمې دمهمو مسلو او په تيره بيا په سوريه کې دحالت او له ايران سره  دخبرو په باب دغور لپاره د هر  هيواد له مشرانو سره  په جلا جلا توګه  وګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته