کابل / د تلې ۹ مه / باختر
په لوګر کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د آزادۍ او له نظام څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د ځوانان مدیر کاظم ابراهیم زاده باختر اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ د مرکزاو ولسوالیو په ګډون د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چې موخه یې د ځوانانو ستایل دي.
په همدې حال کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صادق جان عاکف وايي: ډېر د خوشالۍ ځای ده چې نن د آزادی او له نظام څخه د ملاتړ تر سلیک لاندې د ځوانانو لپاره د والیبال سیالۍ جوړېږي، عاکف زیاته کړه چې په دغه ولایت کې به په نږدې ورځو کې په نورو بېلا بېلو برخو کې هم ځوانانو ته سیالۍ برابرې شي.
ن/ر