خبرونهامنیت

په هلمند کې چاودنه کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

د هلمند د بابا جي ولسوالۍ په نري مانده سیمه کې د پخوانۍ ګولۍ په چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

د بابا جي د ولسوال ویاند د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د نري مانده په سیمه کې څلور تنو د راکټ پخوانۍ ګولۍ ټکولې او چاودنه یې پرې کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي. په خبره یې، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې پخواني ناچاوده توکي وخت ناوخت له خلکو ژوند اخلي؛ خو اسلامي امارت ویلي چې له چاودېدونکو توکو او ماینونو د ډکو سیمو پاکول یې په لومړبتوب کې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته