Uncategorized

په هلمند کې چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ووژل

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې نن سهار د يوې کورنۍ درې غړي د ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هلمند سيمه ييز خبرځايونه وايي چې دغه چاودنه د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار پورې اړوند بولان سيمه کې وشوه چې په پايله کې درې ملکيان ووژل شول او ۶ نور یې ټپيان شول.
سرچینې وايي چې د يادې پېښې ټول وژل شوي او ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته