خبرونهروغتیا

په هلمند کې ۳ روغتیایی مرکزونه جوړیږي

 کابل- د ثورلومړی – باختر

د هلمند ولایت په لرو پرتو سیمو کې د درېیو روغتیایی مرکزونو د جوړولو چارې نن پيل شوې.

ټاکل شوې ده دغه مرکزونه د موسی کلا ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې جوړ شي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست یو مسوول باختراژانس ته وویل، چې په موسی  کلا ولسوالۍ کې د دغو ۳ روغتیایي مرکزونو د جوړولو چارې نن بيل شوې.

ټاکل شوې ده دغه روغتیایی مرکزونه د نړیوالو مرستندویو بنسټونو په مالي ملاتړ په شپږو میاشتو کې جوړشي.

دغه مرکزونه به د درملنې بیلابیلې برخې  ولري؛ خو اصلي هدف یې  د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره د نسایي او ولادي څانګې جوړول دي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي  چې د دغو روغتیایی مرکزونو د تاسیساتو له جوړولو وروسته به دغه مرکزونه په درملوا و طبی تجهیزاتو سمبال کړي او روغتیایي کارکونکي به په دغو مرکزونو کې په دندو وګومارل شي.

د موسی کلا ولسوالۍ خلک وایي چې د دوی په سیمو کې د روغتیایی مرکزونو د نشتوالي له امله اړ کېدل، چې  د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره په زیات لګښت  سره هغوی د ولسوالۍ بازار او آن د لښکرګاه ښار ته یوسي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته