امنیت

دناټو درې تنه سرتيري ووژل شول

١ – کابل باختردمرغومي دمياشتې٧ :

دهيواد دختيځ ديوه ولايت په مربوطاتو کې  پرون  مازيګر دناټو درې تنه سرتيري ووژل شول.

دباختر اطلاعاتي اژانس دهغې خبرپاڼې له مخې چې نن دايساف دځواکونو دمطبوعاتي دفتر له لاري خپره شوي خبرراکړ چې دغه سرتيري په سړک کې ديو ايښودل شوي ماين دچاودنې له امله وژل شوي دي.

ايساف په دې خبرپاڼه کې دسرتيرو هويت او دپيښې ځاى  نه دى مشخص کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته