امنیت

په هلمند کې ۷۰ سلنه مدني بنسټونه خپلو شخصي ګټو ته کار کوي

کابل / د وري ۱۱مه / باختر

د هلمند سمیه ییز مسولین وایي چې په دغه ولایت کې یو شمېر مدنې بنسټونه د دې پرځای چې د خلکو ستونزې تر اړوندو مسولینو ورسوي، خپلو شخصي ګټو لپاره فعالیت کوي  .

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د خلکو د استجام رییس جان محمد شېرزاد وایې په دغه ولایت کې د یو شمېر مدني بسټونو فعالیتونه  یوازې تر شخصي ګټو محدود دي.

دی وايي چې یاد مدني بسټونه تر اوسه د خپلو فعالیتونو د پام وړ کومه بېلګه نه شي وړاندې کولای چې له مخې يې د خلکو  ستونزې تر اړوندې ادارې رسولې وي.

شېرزاد که څه هم د کوم مشخص مدني بنسټ نوم په ډاګه نه کړ؛ خو هیله يې څرګنده کړه چې یاد مدني بنسټونه دې په خپلو کې په پوره همغږۍ  د ولسي وګړو د شته ستونزو حل په پار په ګډه کار وکړي .

په ورته وخت کې په هلمند کې د ځینو مدني بنسټونو مسوولین بیا دغه ادعاوې ردوې او  وایې چې موخه یې د ولسونو د ستونزو هوارول دي، نه شخصي ګټې.

په دغه ولایت کې د مدني ټولنو د همغږۍ  د مرکز مشر ډاکټر امان الله حسرت او یو بل مدني فعال وایي چې دلته هېڅ مدني فعالیت د خپلو شخصي ګټو لپاره نه دی .

هغوی ادعا کوي چې د خپلو مدني فعالیتونو په مټ يې نه یوازې  د خلکو ستونزې پر خپل  ټاکلي وخت ترمسولو چارواکو رسولي، بلکې د سولې، زده کړې او بېلابېلو نورو برخو کې هم فعالیتونه ترسره کړي دي.

په همدې حال کې په هلمند کې یو لیکوال محمد اسماعیل شریعت یار بیا دمدني ټولنو هڅې د ستايي او وایې چې د مدني بنسټونو زیاتوالی د ولس د ستونزو  حل لپاره یوغوره ګام دی .

بلخوا بیا د هلمند دعدلیې رییس احمد خان احمدي هغه خبرې ردکړې چې ګواکې ځنیې مدني بنسټونه  د خپلو شخصي ګټو لپاره فعالیت کوي، د ده په خبره یې د سواد کچې ټیټوالی هغه څه دي چې په دغه ټولنه کې خلک د مدني ټولنو په ارزښت نه پوهېږي.

دا په داسې حال کې ده  چې اوسمهال په دغه ولایت کې ۵۰ مدني ببنسټونه ثبت شوي او پر فعالیت یې پیل کړی دی.

پای/وصال

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته