فرهنګ

په هنرستان کې دهنري اثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت  دهنرستان په رياست کې  نن دهنري  اثارو نندارتون پرانستل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په هنرستان رياست کې پرځاى شوي و داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى معين  زردشت شمس  دټولنې د حقايقو  او ناخوالو په منعکس کولو کې دهنر درول په اړوند معلومات ورکړل او دهغو هنرمندانو قدرداني وکړه چې ددغه نندارتون  په جوړولو کې يې زيار ګاللى و .
ده دهېواد دخپلواکۍ د بيرته ترلاسه کول ددې هېواد دنيکونو دقربانيو  زيږنده وبلله او څرګنده يې کړه چې همدا اوس هم ددې هېواد اتل بچيان دهېواد دخپلواکي دساتنې  په خاطر قرباني ورکوي .
  په دغو مراسمو کې دهنرستان رييس محمد هاشم شارق  خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې نندارتون کې دانځور ګرۍ ، رسامۍ ، ميناتورۍ ،  خطاطۍ  ،  لاسي صنايعو  ، خياطۍ  ، ګرافيک  او  دماشومانو دهنر يوسلو پنځوس  اثار چې دهنرستان  رياست دغلام محمد ميمنګي  دهنري روزنتون داستادانو او زده کوونکو له خوا برابر شوي و نندارې ته وړاندې شوي دي .
ده دغه راز دهنر او هنرمندانو دکار په لاره کې يولړ پرتې ستونزې او خنډونه بيان کړل او په دې برخه کې يې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمسوولينو او ددولت دمشرتابه دپاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه راز په دغو مراسمو کې دملي امنيت دشورا ددفتر دفرهنګي چارو رييس نجيب الله  منلي  او دورځپاڼو رييس شمس الحق ارينفر  خبرې وکړې او ددې تر څنګ يې چې دهنري اثارو دنندارتون جوړول دهنرستان دهنرمندانو مهمه لاس ته راوړنه وبلله 
دهېواد دخپلواکۍ او ازادۍ په اړوند يې خبرې وکړې او ويې ويل چې ازادي يو داسې نعمت دى چې لوى خداى ( ج )  دپيدايښت  له ورځې څخه انسانانو  ته ورکړى دى اوموږ ددغه الهي سوغات  په ساتنې  موظف يو .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات ددغه نندارتون داثارو دکتنې په وخت کې ددې تر څنګ چې  دهېواد دخپلواکۍ بيرته ترلاسه کول ددې هېواد دوياړلو نيکونو او دميړنيو بچيانو دقربانيو او دروا مبارزو محصول وباله .  دهېواد  دخپلواکۍ ساتنه يې هم دهر افغان دنده وبلله .
ده دهنرستان رياست دغلام محمد ميمنګي  دهنري  روزنتون دهنرمندانو دهڅو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې زموږ هنرمندان په کمو امکاناتو او له  زياتو ستونزو سره بيا هم دهمت ملا تړي اوښکلي هنري اثار رامنځته کوي چې دوياړ وړدي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزرات سرپرست دخلکو د دردونو او ستونزو او دبشري  ټولنې دحقايقو په منعکس کولو کې دهنر  اهميت او رول ارزښتناک وبلل او زياته يې کړه چې هنر دهېوادتاريخ ژوندي کوي .
دغه راز ده فرهنګي برخو په تيره بيا هنر او هنرمندانو ته  پاملرنه يومهم کار وباله .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته