کابل، د زمري ٢مه، باختر
په هغې غونډه کې چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدين عزيزي په مشرۍ او د روغتيايي او دوايي خدمتونو سکتور د استازو په ګډون جوړه شوې وه، په هېواد کې روغتيايي او دوايي خدمتونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هغې خبرپاڼه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا خپره شوې ده ويل شوي، چې په دې غونډه کې د روغتيايي او دوايي خدمتونو د سکتور استازو خپلې ستونزې بيان کړې او د دغې خونې له جوړولو سره يې خپله موافقه اعلام کړه.
په همدې حال کې نورالدين عزيزي هم د دغې خونې د جوړولو او په دې برخه کې له خصوصي سکتور د صنعت او سوداګرۍ وزارت هر اړخيز ملاتړ اعلام کړى دى.
نوموړي څرګنده کړه چې د خلکو په تېره بيا د ناروغانو ستونزو ته په پام کې نيولو سره په دې برخه کې بايد زياتې اسانتياوې برابرې شي چې ناروغان په هېواد کې تداوي شي.
له بله پلوه د افغانستان د سوداګرۍ خونو د فدراسيون مرستيال خانجان الکوزي په يوه پيغام کې د روغتيايي او دوايي خدمتونو د خونې جوړول يو ښه ګام بللى او د هغه ملاتړ يې کړى دى.
د غونډې په پاى کې تصميم نيول شوى، چې د روغتايي او دوايي خدمتونو سکتور د استازو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شي.
\ ذ