خبرونهTOP

په هېواد کې د تاریخي آبدو د بیارغونې چارې پیل کېږي

– کابل / د وري ۱۸ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت وايي چې ډېر ژر به په هېواد کې د آقا خان بنسټ په همکارۍ د تاریخي آبدو او آثارو د بیا رغونې چارې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د اقاخان بنسټ د فرهنګي چارو له رييس انجنیر اجمل میوند او ورسره مل پلاوی سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تاریخي آبدو او آثارو پر بیا رغونې خبرې شوې دي او ډاډ ورکړل شوی چې ډېر ژر به د تاریخي آبدو او آثارو د بیا رغونې چارې پیل شي.

د اقاخان بنسټ ریس انجنیر اجمل میوند وویل چې دغه بنسټ چمتو دی چې د هېواد په فرهنګي چارو کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.

میوند د ګوهر شاد، منارجام، بالاحصار او د یو شمېر نورو فرهنګي میراثونو د بیا رغونې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوی عتیق الله عزیزي افغانستان د فرهنګي میراثونو په برخه کې بډایه هېواد وباله او له یاد بنسټ یې غوښتنه وکړه چې فني او مسلکي برخو کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.

عزيزي زیاته کړه چې اطلاعاتو فرهنګ وزارت نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ د فرهنګي ارزښتونو ساتنه کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د فرهنګي ارزښتونو په اړه یو نړېوال سمینار هم جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې آقا خان بنسټ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۱۶۰ فرهنګي پروژې بشپړې کړې دي.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته