سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په هېواد کې د تېلو د بيو  له لوړيدو سره جوخت اسلامي امارت استفاده غوښتوونکو ته خبر دارى ورکړ

 کابل، د چنګاښ١٤مه، باختر

په هېواد کې د تېلو د بيو په لوړيدو سره د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت دفتر استفاده غوښتونکو ته خبر دارى ورکړى دى.

د باختر اژانس مبصر ليکي: په وروستيو مياشتو او ورځو کې په هېواد کې د تېلو او يو شمېر نورو لګښتي توکو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې چې د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړى؛ ځکه هر پلورونکى او کسبګر په خپلو کارونو کې ستونزې په هېواد کې د تيلو د بيې له لوړيدو سره  مربوطې  بولي.

په دې کې د شک ځاى نشته  چې د هر هېواد اقتصادي څرخ  د سون له توکو سره اړيکه لري او د دغو توکو د بيو لوړوالى د نورو توکو د بيو پر لوړېدو نېغ په نېغه اغېزه لري.

سره له دې چې د اقتصادي چارو  يو شمېر کارپوهان، د سون توکو بيو  لوړوالی  يوه نړيواله ستونزه بولي، خو دا څرګندونې د افغانستان په اړه دومره سمې نه دي ځګه افغانستان د سون توکو د واردولو لپاره زياتې سرچينې لري په تېره بيا  د اوکراين د جګړې له پيل او  د يو شمېر اروپايي هېوادونو له لورې پر روسيې د بنديزونو له لګولو وروسته  روسيې د خپلو تېلو د پلورنې لپاره آسيا ستر بازار موندلى دى.

که چېري افغانستان ته نظر وکړل شي دغه هېواد د تېلو د واردولو لپاره زيات امکانات لري، ايران، روسيه او ترکمنستان د افغانستان لپاره د تېلو  د واردولو ښې سرچینې دي؛ خو د هيلو پر خلاف د تېلو بيه په افغانستان کې ډېره لوړه شوې، دا ښيي چې  يو شمېر پټ لاسونه د تېلو او د يو شمېر نورو لګښتي توکو او اسعارو د بيو په ټاکنه کې رول لري.

پخوا مافيايي لاسونو د دغه شان ستونزو په رامنځته کولو کې لاس درلود او په هېواد کې پخواني حکومتونه زياتره د دغه شان ناخوالو له امله  له ستونز سره مخ و؛ خو په دې دليل چې خپله ملوث و او آن د هغوی يو شمېر جګپوړي مامورينو په دغه شان ناوړه کارونو کې رول درلود، نو د بيو د زياتوالي ستونزې ته پاملرنه نه کيده  او د تېلو واردولو په افغانستان کې د تور اقتصاد کليدي برخه جوړوله؛ خو اوس حالت بدلون موندلى، د لومړنيو توکو د بيو په ټاکنه کې  د مافيا او د استفاده غوښتوونکو ډلو لاس لرل نور اسلامي امارت ته   د زغم وړ نه دي.

په هېواد کې د تېلو او د سون د نورو توکو د بيو له لوړيدو سره جوخت د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت د تېلو او د سون  د نورو توکو د بيو په زياتوالي کې د يو شمېر کړیو د لاس لرلو خبر ورکړى دى. دغه دفتر په يوه اعلاميه کې  چې پرون خپره شوې ويلي، چې د تېلو د بيو په  لوړيدو کې یې د یو شمېر کړيو د لاس لرلو په اړوند رپوټونه ترلاسه کړي او خبر  دارى يې ورکړى چې د دغه حالت په ثابتېدو سره به له عاملينو سره جدي چلند کېږي.

د رياست الوزرا  اقتصادي معاونيت ويلي، د بيو د ټيټ ساتلو او د استفاده غوښتوونکو کسانو د موندلو لپاره به  له هرې ممکنې لارې استفاده وکړي. سره له دې چې اسلامي امارت په هېواد کې د آزاد بازار د لارښوونې په ساتنې باور لري؛ خو استفاده غوښتنې او بي بندو بارۍ ته اجازه نه ورکوي او د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت وروستۍ اعلاميه پر دې دلالت کوي چې غيرقانوني فعاليتونه او استفاده غوښتوونکې ډلې د زغم وړ نه دي، هغه کسان چې  په هېواد کې د تېلو او نورو لګښتي توکو په واردولو کې دخيل دي، اسلامي امارت ترې غوښتي چې خپلو فعاليتونو ته په قانوني او معياري ډول دوام ورکړي. اسلامي امارت له خلکو غوښتي چې استفاده غوښتوونکو او مافيايي ډلو په پېژندلو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، ځکه چې د دغه شان ډلو ټپلو شتون د نورو کاروباریانو کاري فضا خرابوي او د هغوى په کارو بار کې نيمګړتياوې او ستونزې رامنځته کوي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته