خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۱۲ نوې پېښې ثبت شوې

۳۹- کابل / د لړم ۲۵ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۱۲ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۱۲ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳ زرو ۲۴۰ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۲۹ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر یو زرو ۶۱۷ او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زرو ۹۲ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور وویل: له ماسک څخه استفاده کولای شي د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د دغه ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي لارښوونو ته پاملرنه وکړي چې ځان او نور کسان په دغه ویروس اخته نکړي.
د دې ويره شته چې د هوا په سړښت سره د دغه ويروس د اخته کسانو شمېر زيات شي.
دغه راز د نړۍ روغتیایي سازمان د خپلو ورځنیو شمېرنو له مخې اعلام کړی دی چې په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲ میلیونو ۴۷۸ زرو ۴۷۶ ته رسېدلی دی.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته