ټولنه

په هېواد کې د کرونا وبا د درېمې څپې د خورېدو په اړه د افغانستان د عالمانو سراسري شوری اعلاميه!

کابل / د غبرګولي ٢٣ مه / باختر
لکه څرنګه چې لزدل کېږي د کرونا ناروغۍ درېمه څپه په ټول هېواد کې په سرعت سره د خپرېدلو په حال کې ده او ورځ تر بلې د مثبتو پېښو او مړینو په شمېره کې ډېروالی راغلی دی. په دې خاطر چې د خپل ځان، کورنۍ او نورو انسانانو ژوند مو ژغورلی وي باید د روغتیا وزارت او صحي مسؤلینو سپارښتونو ته پوره پاملرنه وشي.
دعالمانود سراسری شورا مطېوعاتی دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د عالمانو سرناسري شوری له ټولو هېوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کوي ترڅو ټولې روغتیایي لارښوونې په نظر کې ونیسي، خپل لاسونه په مکرر ډول په اوبو او صابون ومینځي. فزیکي فاصله مراعت کړي، له ماسک څخه ګته واخلي او په اجتماعاتو او ټولنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
همدارنګه خپلو عبادتونو ته تر پخوا زیات متوجه شي او له لوی خدای (ج) څخه د دغې وبا د ختمېدو لپاره په پوره عاجزۍ او اخلاص دعاګانې وکړي او د خپلو بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی ته مټې را ونغاړي.
ختم – پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته