خبرونهورزش

په هېواد کې د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره هڅې پیل شوې دي

 کابل / د غوايي لومړۍ نېټه / باختر

د روژې میاشتې له پيل سره سم په قندهار ښار کې د کرکټ شپنۍ لوبې هم پیل شوې دي، چې په دوو لوبغالو کې هره شپه جلا جلا سیالۍ ترسره کېږي.

د کرکټ دغو لوبو مينه والو او مېله والو ته ځانګړې خوښي وربخښلې او هره شپه سلګونه کسان د پيل شویو لوبو نندارې ته ورځي.

د قندهار د کرکټ امريت مطبوعاتي مسوول قدرت الله عابد د باختر آژانس سیمه ييژ خبریال ویس آرین ته وویل: “یادې لوبې په خصوصي ډول د روژې میاشتې له پیل سره سمې شروع شوي دي، چې هره شپه په دوو جلا جلا لوبغالو کي درې – درې سیالۍ ترسره کېږي او هره سیالي لس اوره ده.”

هغه زیاتوي:” یادې لوبې د ۴۰ کلبونو تر منځ شروع شوي دي، چې په خصوصي ډول جوړې شوې او ټولې چارې یې په خصوصي شکل مخته وړل کېږي او لوبې په ‘انټرفیس’ شکل مخته وړل کېږي. ”

عابد وايي: “دا ډول لوبې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې مهمې او اړينې دي، چې نه يوازې کرکټ وده ورسره کوي؛ بلکې د کرکټ نوي لوبغاړي هم له دې ځايه په ښه ډول په غوره کېدلای شي. ”

يو لوبغاړي صفي الله عزيزي باختر آژانس ته وویل: ” په دې خوښ يم چې شپنی د کرکټ ټورنمنټ تر سره کېږي، دا لس اوريزه ټينس بال لوبې دي، نسبت نورو ټورنمنټو ته ځانګړی رنګ او خوند لري، ځکه چې لنډې لوبې دي؛ خو شپږيزي او څلوریزې زياتې وي په کې، نو د لوبغاړو ترڅنګ مينه وال هم زيات خوند ترې اخلي او مينه وال هر شپه په شوق سره راځي او لوبې ننداره کوي. ”

هغه وايي: ” شپني ټورنمنټونه د ځوانانو په هڅونه کې مهم رول لري، چې ځوانان خپل استعداد ښکاره کوي او د هر ځل ټورنمنټ جوړېدو سره نوي ځوانان راښکاره کېږي، پر ښار سربېره زيات لوبغاړي له ولسوالۍ څخه راځي لکه: بولدک، تخته پول، دامان، ډنډ، پنجوايي، ژړۍ، ارغنداب او داسي نور… چې دا يو ښه فرصت دی د هغو لوبغاړو لپاره تر څو ځان ښکاره کړي او هغوی وهڅول شي، نو بالاخره هغوی مسلکي کرکټ ته مخه کوي، چې دا د کرکټ د ډېريدو او پرمختګ لپاره ښه زيري دی، بله ګټه یې دا ده چې ځوانان له بې ځايه ناستې راګرځي، په ټوله کې بايد ووايم چې يو ښه ګام دی.”

نعمان شاه بل لوبغاړی دی، هغه وايي:”دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې موږ د کرکټ شپنۍ لوبې ترسره کوو، شکر الحمدالله امنيت مو ډاډمن دی او ډېر مينه وال هم د لوبو ليدو له پاره راځي؛ په عینو مېنه کې دوه ځايه د کرکټ د لوبو لپاره شپني ټورنمينټونه جوړ شوي دي او هر ټورنمينټ ته هره شپه بیخي ډېر کسان ورځي.”

کرکټ په افغانستان کې له مشهورو لوبو څخه دی، چې ګڼ لوبغاړي او مينه وال لري؛ په دې وروستیو کې د کرکټ د ودي او لا پرمختګ لپاره د هېواد په کچه روان فعالیتونه او لاسته راوړنې ډېرې ګټورې بلل کېږي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته