خبرونهروغتیا

په هېواد کې  ٧٢ تنه د کرونا ويروس له امله مړه شول

کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر

د عامې روغتيا وزارت اعلام  وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې ٧٥٤  تنه  په  کرونا ويروس اخته شوي دي.

د هغه شمېر له مخې چې نن د دغه وزارت له خوا خپور شو په  تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس  ٧٢ تنه مړه شوي دي او يو زرو٢٦٣ تنه  روغ شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا هندي ډوله  پرمختللي ويروس په چټکى سره د پراختيا په حال کې دى او ويل کېږي چې  په نړۍ کې د دغه ويروس څلورمه څپه هم پېژندل شوې ده .

د عامې روغتيا وزارت شمېرني ښيي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو له پيل څخه تراوسه  پورې د دغه  ويروس ١٣٦زره ٦٤٣ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي چې له دې جملې څخه ٥ زره ٩٢١ تنه مړه شوي دي .

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته