خبرونهTOPښوونه او روزنه

په هېواد کې ۱۴۰۱ تعلیمي کال پیل شو

 کابل / د وري ۳مه / باختر

د پوهنې وزارت نن د ۱۴۰۱ هجري لمريز تعليمي کال پیل کړ.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل ښار په اماني لېسه کې جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو، د پوهنې وزارت مسوولینو او یو شمېر زده کوونکو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال مولوي نورالحق، د تعلیمي نصاب د پړاوونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د مخکېني حکومت تعلیمي نصاب بهرنیانو جوړ کړی و او هغه کار‍پوهانو په دغه کار کې ونډه لرله چې د امریکا ګټو ته ژمن کسان وو، نه د افغانستان نسلونو ته.

هغه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د علم پر ارزښت تر ټولو زیات او ښه خبر دی، خو تعلیم باید په معیاري ډول او د افغانانو د ارزښتونو مطابق وي.

وروسته د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين مولوي سعید احمد شهيدخېل، د تعلیمي کال د پیل او د علم او پوهې د ارزښت په تړاو خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د اسلام مبين دين، علم او پوهه د انسان د ښه ژوندانه لپاره يو اساسي اصل ګڼلى او قرآن عظيم الشان د ټولو علومو لومړنۍ او ستره سرچينه ده.

هغه له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي او د علم او پوهې په ګاڼو یې سمبال کړي.

د غونډې په پای کې د ۱۴۰۱ تعلیمي کال د پیل په مناسبت د پوهنې وزارت پیغام ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي دي: “د ۱۴۰۱ ﻫ.ل کال د وري میاشتې په درېمه په هېواد او له هېواده بهر د پوهنې وزارت اړوند د سړو سیمو ټول مدارس، ښوونځي، دارالمعلمینونه، دارالعلومونه، دارالحفاظونه ، دارالایتامونه او نور تعلیمي مراکز پیل کېږي.”

په همدې حال کې د پوهنې وزارت د نشراتو رییس او د دغه وزارت ویاند مولوي عزیز احمد ریان، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د پوهنې وزارت په هېواد کې د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خپله طرحه د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ ته سپارلې وه، خو اوس د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له هدایت سره سم، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امر ثاني پورې معطل دي.

هغه زیاته کړه: کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او فرهنګ سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشو، ‏بيا به يادو ښځينه مکاتبو او لېسو ته په رسمي ټول اطلاع ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د 2021 کال د آگسټ په ۱۵مه په هېواد کې د اشغال له پای ته رسېدو او د اسلامي امارت له بریا وروسته، د یوې لنډې مودې لپاره د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، خو د پوهنې وزارت د هڅو په پایله کې د هلکانو ښوونځي تر دولسم ټولګي او د نجونو ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې بېرته پرانیستل شول.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته