خبرونهاقتصاد

په وروستيو شپږو مياشتو کې د کندز د بهرنيو چارو رياست عوايد زيات شوي دي

کابل، د چنګاښ٢٦مه، باختر

په وروستيو شپږو مياشتو کې د کندز د بهرنيو چارو رياست عوايد ٨٥ سلنه زيات شوي دي.

د کندز د بهرنيو چارو رييس حافظ عبدالله ياسر نن  د باختراژانس خبريال ته وويل چې په وروستيو شپږو مياشتو کې د دغه رياست عوايد ٤٤ ميليونه افغانۍ دي چې راټولې او په بانک کې تحويل شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې د دغه رياست په عوايدو کې د تېرو کلونو په نسبت ٨٥ سلنه زياتوالى راغلی دی.

ياسر د دغه رياست د عوايدو د زياتوالي دليل د عوايدو په راټولولو کې شفافيت او له اداري فساد سره مبارزه وبلله.

هغه زياته کړه دغه عوايد بهرنيو اتباعو ته  د ويزې د صادرولو او له بهر څخه د  وارد شويو موټرو څخه  د تعرفې د اخيستو له لارې ترلاسه شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته