خبرونهاقتصاد

په وروستیو نهو میاشتو کې نږدې ۲۷ زره ټرانزیټي محمولې د افغانستان له خاورې تېرې شوې دي

کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر

مالیې وزارت وايي چې په وروستیو نهو میاشتو کې نږدې ۲۷ زره ټرانزیټي محمولې د افغانستان له خاورې تېرې شوې دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت ویلي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د افغانستان له خاورې په بهرني ټرانزیټ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې له دې سره به افغانستان ورو ورو د منځنۍ او جنوبي آسیا د اتصال په مرکز بدل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ د تېر نظام په وروستیو نهو میاشتو کې ۱۳ زره ۲۸۲ ټرانزیټي محمولې د افغانستان له خاورې تېرې شوې وې؛ خو د نوي نظام په وروستیو نهو میاشتو کې ( د ۱۴۰۰ کال له سنبلې میاشتې د ۱۴۰۱ کال تر ثور میاشتې) پورې، ۲۶ زره ۷۲۳ ټرانزیټي محمولې تېرې شوې چې د تېر په پرتله، دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د یادو محمولو د ټرانزیټ له فیس څخه، ۳۶۱ میلیونه افغانۍ عواید بیت المال ته راټول شوي او همدا رنګه زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د سرچینې په باور؛ سره له دې چې افغانستان د نړۍ په وچه کې پروت هېواد دی؛ خو بیا یې هم اقتصادي یا «جیو ایکانومیک» موقعیت داسې دی چې د یو ځواکمن او خپلواک هېواد په درلودو سره، د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د وصل نقطه ګرځي.

مالیې وزارت ژمنه کړې چې د دغه وزارت مسئولین په کاري پړاوونو کې د آسانتیاوو برابرولو، له فساد سره مبارزې او د هېواد اقتصادي ځان بسیاینې ته ځانګړې پاملرنه لري.

باید وویل شي چې ازبکستان، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان هغه هېوادونه دي چې د افغانستان له خاورې، ټرانزیټ ورته شوی دی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته