روغتیا

دنړيوال وجهي صندوق دروغتيا له برخې سره دڅه دپاسه دوه پنځوسو مليونو ډالرو مرسته وکړه .

کابل باختر د ليندي نهمه :
دعامې روغتيا وزارت دپاليسي او پلان معين ډاکتر احمدجان  نعيم پرون د دوه پنځوس  اعشاريه پنځو مليونو امريکايي ډالرو مرستې تفاهم ليک چې  دنړيوال  وجهي صندوق  يا دګلوبل  فند له خوا دايدز ، نرى  رنځ  او دملاريا د ناروغيو پرخلاف دمبارزې  په موخه  چې دافغانستان دروغتيا له برخې سره شوې ده ددغه پروګرام له تطبيق  کوونکي دملګروملتو دپرمختيايي پروګرام له عامل رييس جوسلين ماسون سره لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دعامې روغتيا وزارت دپاليسي او پلان معين ډاکتر احمدجان نعيم ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې دافغانستان دحکومت او دعامې روغتيا وزارت په استازيتوب  دهېواد دروغتيا له برخې سره دګلوبل فند  دمالي مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل  دغه مالي مرستې کولاى شي دپشه خانو په ويش او دملاريا دپيښو په اداره کولو سره دملاريا دوقايوي  اقداماتو دپراختيا او پياوړتيا له لارې دافغانستان روغتيايي حالت ښه کړي .  دملاريا پرخلاف دمبارزې دفعاليتونو ملاتړ ، افغانستان په دې بريالى کوي چې دپرله پسې  انکشاف له نړيوالو  موخو سره همغږى شي او وکولاى شي تر  ٢٠٣٠ ميلادي کال پورې له هېوادڅخه دملاريا ناروغي له منځه يوسي .
  دغه راز دعامې روغتيا وزارت دافغانستان ټولو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو درسولو په مقصد دخپلو کاري شريکانو په همکاري  ددغې پروژې  په تطبيقولو  ژمن دى .
  داکتر نعيم ټينګار وکړ چې ددغو مرستو بله موخه د نرى  رنځ دستونزو لپاره دنوښتي او ځواب ورکوونکو ستراتيژيو  پراختيا او په افغانستان کې  د روغتيايي  نظام دپياوړتيا په لاره کې نوي نوښتونه  دي .
دنرى رنځ  دکنترول دپروګرام په ملاتړ سره د ٢٠١٥ ميلادي کال دارقامو په پرتله تر  ٢٠٢١ ميلادي کال پورې دنرى رنځ  له امله د مړينې کچه په سلو کې پنځوس کمښت مومي او دروغتيايي نظام په پياوړتيا  سره به د اچ آي  وي ايدز، نرى رنځ ، ملاريا او داميدوارى دعمر ، مورتوب او دماشوم توب د دورې دناروغيو له امله دمړينې کچه کمښت ومومي .
دغه راز ددغو مالي  مرستو يوه برخه  داچ آي وي  په ويروس څه دپاسه  ٢٠٠٠ تنو اخته کسانو ته د ويروس  ضد درملو دبرابرولو او څه دپاسه څلورو زرو تنو ته داچ آي وي دوقايوي خدمتونو دوړاندې کولو لپاره  په پام کې نيول شوې ده
دملاريا دناروغۍ  دوقايې  او دملاريا دڅه دپاسه اووه سوه  زرو پيښو ددرملنې دتشخيص په موخه د څه دپاسه څلورو ميليونو پشه خانو برابرول او ويش ددغه پروګرام يوه بله  برخه ده په اوسني مرسته کې دنرى رنځ  په ناروغۍ  دڅه دپاسه يوسلو اته پنځوسو زرو تنو داخته کسانو  درملنه هم شامله ده چې په راتلوونکو دريو کلونوکې به تر علاج او درملنې لاندې  ونيول شي .
په همدې حال کې دافغانستان  لپاره دنړيوال وجهي صندوق  لوى  مدير  ډاکتر انکجين باوو ددغې مالي مرستې په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل دنړيوال وجهي صندوق اداره خوشحاله ده چې دايدز ، نرى رنځ او دملاريا دناروغيو پرخلاف  دمبارزې په برخه کې له افغانستان سره  خپلو وړيا مرستو ته دعامې روغتيا وزارت دملګروملتو دسازمان د پرمختيايي پروګرام  يو ان ډي پي  او نورو کارکوونکو له لارې دوام ورکوي .
ديادونې وړ ده چې دغه مالي مرسته د وروستيو  لسو کلونو په بهير کې له افغانستان سره ددغه سازمان ديوسلو اته اويا اعشاريه اتو مليونو ډالرو پخوانيو مرستو په دوام دي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته