خبرونهامنیت

په ولسوالیو، لویو لارو او ښارونو کې زیات شمېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کېږي

کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي هیئت بلخ ولایت ته په سفر کې د بلخ ولایت له والي او امنیتي مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د کورنیو چارو وزارت معين ملا عبدالحق آخندزاده، په خپلو خبرو کې د بلخ ولايت امنيتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او د بلخ د والي، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسوولينو او په ولسوالیو کې د سرتېرو د هراړخیزو هلو ځلو څخه یې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ستاینه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت معين بلخ ولایت ته د خپل سفر موخه د مجاهدینو د تعین بست، د پولیسو لپاره د یونیفورم د وېشلو څرنګوالی، د اعاشې، معاشاتو او همدارنګه د بایومتریک د څرنګوالي او د امنیتي وضعیت ارزونه یاده کړه او ویې ويل چې دغه وزارت په پام کې لري، چې ټول هغه مجاهدین چې د یاد وزارت په چوکات کې دنده ترسره کوي تعين بست کړي. هغه وویل چې د یونیفورم د ویشلو چارې په چټکۍ سره دوام لري او په نږدي راتلونکي کې يې ولایتونو ته هم د ويش لړۍ پیلېږي.
د کورنیو چارو وزارت معين زیاته کړه چې یاد وزارت په پام کې لري چې په ولسوالیو، لویو لارو او ښارونو کې د امنیتي ځواکونو تشکیلات زیات کړي. ښاغلي آخندزاده په امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې د بیت المال څخه په ښه توګه ساتنه وکړي او خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه لومړی په بلخ ولايت کې د شته امنیت او د مجاهدینو ترمنځ د ښه سمبالښت او انسجام څحه یادونه وکړه او په دغه ولایت کې یې د هراړخیز امنیت له ټینګښت څخه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: ” الحمدالله د بلخ ولایت په ټولو ولسوالیو کې امنيت ټینګ دی او زموږ مجاهدین، د دفاع وزارت، امنیه قومانداني او استخباراتو مسوولين په ولسوالیو او ښار کې د شپې او ورځې په خپلو مسوولیتونو بوخت دي او امنیت یې تامین کړی دی.
ښاغلي ابوحمزه د پلاوي له راتګ څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: یاد هیئت د مجاهدینو د بستونو د کمښت او تعیین، د مجاهدینو د اعاشې او معاشونو تنظیم او د یونیفورم ویشلو پروسې د تنظیم لپاره بلخ ولایت ته ورغلی، چې د نظم او دسپلین په برخه کې به ډېر ګټور تمام شي.
والي د بلخ ولایت له اوسېدونکو څخه هم غوښتنه وکړه چې له مجاهدینو سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته