فرهنګ

دملامشک عالم په ياد غونډه جوړه شوه

کابل باختر د لړم  پنځمه :
دهيواد دجيد عالم ملا مشک عالم په ياد غونډه  نن  داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت په اهتمام دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالارکې جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
دغه غونډه  دجهادي مشر ، دافغانستان داسلامي دولت دلومړني  جمهور رييس او دمشورتي لويې جرګې د جوړولو دکميسيون درييس  پروفيسر صبغت الله مجددي ، دافغانستان دعالمانو  دسراسري شورا درييس  مولوي قيام الدين کشاف ، کابل والي  عبدالجبار تقوا ،  يوشمير ديني  عالمانو ، پوهانو او فرهنگي  شخصيتونو په ګډون  جوړه شوې  وه  .
دغونډې په پيل کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهوررييس   حامدکرزي پيغام چې په دې باب ليږل شوي و ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل
شوي دي  :
دتاريخ په اوږدو کې  زموږ د هيواد په توده غيږه کې زيات  عالمان ، قومي مشران  او روحانيون روزل شوي دي  چې دخپل  ژوندانه په دوران کې يې ددې ترڅنګ  چې دټولني او خلکو  په ديني روزنه  اواصلاح کې  يې هلې حلې کړي دي   خوکله چې د خلکو خپلواکي او ځمکمنۍ بشپړتيا له خطرسره مخامخه شوې ده دغو عالمانو دپرديو دتسلط پرخلاف  دمبارزې   او دخلکو ديووالي او داتحاد په لاره کې پرله پسي هلې ځلې کړي دي .
دوي  په هلو ځلو سره  پردي له هيواد څخه شړلي دي  او دهيواد ځمکنۍ بشپړتيا يې ساتلې ده .
په دې  غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنگ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين داجنبي استعمار اودکورني استبداد په وړاندې  دملامشک  علام دمبارزو اوکار نامو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل :  دغه غونډه  مو ددغه نوميالي عالم  دمړينې ديوسلو ديرشم تلين په درناوي چې دخپل عمر  ٩٦کلونه يې داسلام او مسلمانانو اوپه تيره بيا دافغانستان دخلکو په خدمت کې تيرکړل او دخپل عمر وروستي  کلونه يې  دبهرني استعمار او کورني استبداد پرضد په پرله پسې مبارزو  تير کړ   جوړ کړى دى .
ډاکتر رهين زياته کړه :  چې ملادين محمد چې په ملامشک عالم مشهور دى  او دغزني ولايت داندړو په قوم پورې منسوب دى  داستعماري ضد مبارز وپه ډگر  کې په  ١٨٧٩ کال کې دلومړي ځل لپاره په ملي سطحه مطرح شو او دا هغه وخت و چې کابل  ددويم ځل لپاره داستعماري ځواکونوپه واسطه اشغال شوي و او ديرغلګرو په وړاندې په پايتخت اوشاوخواسيمو کې  عمومي پاڅونه پيل شوي و.
دغه ر از ډاکتر ر هين  دملامشک عالم  اوله  غزني څخه دعبدالغفور لنګري، له سراى خواجه څخه دميربچه  خان ،  عصمت خان جبارخيل ، محمد جانخان وردګ او دکابل  دښاراو شاوخوا مشرانو  دمبارزو په باب چې دبهرني استعمار دوحشيانه  يرغل په وړاندې په ميړانې سره  جنګيدلي دي هم يادونه وکړه .
دهيواد جهادي مشر اوروحاني شخصيت پروفيسر صبغت الله مجددي هم  دملامشک عالم دشخصيت ، مبارز او ميړانې په باب په خپلو خبرو کې معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دغه  ګران شخصيت  له روحانيت څخه  زياته ګټه ترلاسه کړې وه  او د ده ملګرو  دخداى په لاره کې  او دبهرني استعمار پرخلاف  په ميړانې سره مبارزه کړې ده .
په دې غونډه کې دعالمانو دشورا غړي مولوي نيک محمد ، دعلومو داکاډمۍ سلاکار  استاد حبيب الله رفيع ، سيدمحمد واعظ بهشتي ،  دعلومو داکاډمۍ  غړى څيړنپوه عبدالحکيم صافي  او  ډاکتر شمس الحق آرينفر هم  په وار سره  دملامشک عالم   دژوندانه  دبيلابيلو اړخونو او  دبهرني استعمار  اوکورني استبداد په وړاندې  ددغه علمي او روحاني شخصيت  دمبارزو ، دافغان او انګليس په دويمه  جګړه کې  دده دمبارزو دخاطرو  اوپه دغه جګړه کې  دملامشک عالم درول  اودهيواد دخپلواکۍ  اوځمکنې بشپړتيا دساتنې  په خاطر دخلکو په يووالي اواتفاق  په رامنځته کولو کې ددغه ستر عالم دونډې اخيستنې په باب خبرې وکړې  .
دغه راز دوي ټينګار وکړ چې نن دهيواد دخلکو ستره اړتيا ده  چې لاسونه سره ورکړي  اتحاد او اتفاق  رامنځته  کړي او ددښمنانو  دهر راز توطيو مخه ونيسي او دخپلو نيکونو دکارنامو په  پيروي سره  په يووالي اوپيوستون سره دښمن ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته