ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې يوتن ووژل شو .

-کابل باختر د وري  اتمه :
دکندز _ تخار په لويه لاره کې  پرون  ديوې ترافيکي پيښې له امله يوتن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
  د تخار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه  د چشمه بنګي په ساحه کې  د دوو کرولا ډوله موټرو دټکر له امله رامنځته شوه  چې له امله يې يو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
  ده ددغه پيښې علت  دموټر چلوونکى ګړنديتوب او بې پروايي  او ددوى له خوا د ترافيکي قواعدو  نه رعايتول وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته