امنیت

د يوه قوماندان دوه تنه ماشومان شهيدان شول.

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٩  :
په فارياب ولايت کې دوګړني پاڅون دځواکونو ديوه قوماندان دوه زامن دوسله والو طالبانو په بريد کې شهيدان شول.
وسله والو طالبانو تيره شپه   دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ دسرحوض  په ساحه کې په امنيتي  پوستې بريد وکړ.
دپښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري  دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛ په دې بريد کې  دوګړني پاڅون په ځواکونو پورې اړوند دقوماندان غلام محمد دوه تنه زامن شهيدان شول.
قادري زياته کړه چې ددواړو لورو ترمنځ نښته کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى چې دقيق شمير يې تراوسه پورې څرګند نه دى او دوسله والوطالبانو دډلې ددوو تنو  وژل شويو غړو مړي  دجګړې په ډ ګرکې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته