ښوونه او روزنه

په يوولسو ولايتونو کې د لوړو زده کړو موسسو حضوري درسونه پيل شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د هېواد په ١١ولايتونو کې د لوړو زده کړو موسسو د محصلانو حضوري درسونه نن پيل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې له مخې، د کابل، کندز، نيمروز، دايکنډي، بلخ، بادغيس، قندهار، نورستان، سمنګانو، پنجشېر او د جوزجان د محصلانو حضوري درسونه نن پيل شول.
دغه بهير به په پاتې ولايتونو کې هم په پړاويز ډول عملي شي.
د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارې او د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونه په یادو ولايتونو کې مکلف دي چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي لارښوونې له مخې تدبيرونه ونيسي او روغتيايي سلامشورې عملي کړي.
دغه راز پر هغو محصلانو چې تراوسه د کرونا واکسين نه دی تطبیق شوی، د لوړو زده کړو بنسټونو او روغتيايي مرکزونو ته په مراجعې سره د کرونا واکسين ترلاسه کړي.
همدارنګه د نورو ٢٣ ولايتونو د لوړو زده کړو موسسو د محصلانو د حضوري درسونو په اړه به د عامې روغتيا وزارت له خوا د وروستي رپوټ له ترلاسه کولو وروسته تصميم ونيول شي.
اشرفي-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته