خبرونهامنیت

په يکاولنګ ولسوالۍ کې په بشپړه توګه امنيت تامين دى

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې امنيت تامين دى او په دغې ولسوالۍ کې هيڅ راز نښته نه ده شوې.

د باميانو د والي وياند عبدالصبور سيغاني وايي، چې د دويم نمبر يکاولنګ د ولسوالۍ په ځينو سيمو کې په تېره بيا د سولچ په سيمه کې د نا امنيو او د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو په اړوند په ټوليزو شبکو کې خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي.

نوموړى زياتوي چې په ټول باميان په تېره بيا په لومړي او دويم نمبر يکاولنګ کې امنيتي حالت ښه دى.

سيغاني د دويم نمبر يکاولنګ ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې اندېښنه ونه لري ځکه د باميانو والي په خپله په دغه ولسوالۍ کې  شتون لري، او هيچا ته د دې ولسوالۍ د ناامنه کولو اجازه نه ورکوي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته