سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

په ١٤٠١ کال کې څه ناڅه٨٢٠ زره دولتي کارکوونکي  د ملي بودجې له لارې  معاش ترلاسه کوي

 کابل، د غوايي٢٤مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت نن د ١٤٠١ مالي کال بودجه او د دولتي ادارو تشکيلاتي جوړښت اعلام کړ.

د باخترآژانس د خبرله مخې: په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ماليې په وزارت کې جوړ شوی و، په  هغه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او د افغانستان اسلامي امارت يو شمير سرپرست وزيرانو ګډون کړى وو.

په دې کنفرانس کې د رياست الوزرا اداري مرستيال ملي بودجه د دولت د پاليسۍ د تطبيق يوه وسيله وبلله او ويې ويل چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ او د نظام له بدلون وروسته د بېړنيو حالاتو په نظر کې نيولو سره د مالي کال د مهالوېش په بدلون سره، درې میاشتنۍ مالي بودجه (مرغومې، سلواغې ، کب)  د کورنیو عوایدو پر بنسټ او د بهرنیو له مرستې پرته ترتیب او پر بنسټ یې د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شول.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه: د ۱۴۰۱ مالي کال ټوله بودجه ۲۳۱.۴ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې چې له دې جملې څخه ۲۰۳.۴ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۲۷.۹ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجه ده.

هغه څرګنده کړه، چې د هېواد د محدودو مالي سرچينو له امله کلنۍ پراختيايي بودجه یوازې پر هغو پروژو لګول کېږي، چې د نورو پروژو په پرتله د عوايدو له پلوه ډېرې مهمې دي او له اقتصادي اړخه د خلکو پر ژوند مستقيم اغېز لري.

مولوي حنفي د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره هدف ۱۸۶،۷ میلیارده افغانۍ او د سږني کال د بودجې کسر ۴۴.۷ میلیارده افغانۍ اټکل کړی دی.

درياست الوزرا اداري مرستيال وويل چې د معاشونو او ادارو د تنظيم  کمېسيون له جوړېدو وروسته، د هېواد د ژغورنې او پر ځان بسياينې په موخه د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه او نور امتيازات وڅېړل شول چې د هغه له مخې  د لوړ پوړو چارواکو، قراردادي کارکوونکو (NTA) او سوپر سکیل معاشونه او امتیازات چې پخوا ډېر  لوړ وو، کم شوي او د ټیټ رتبه مامورینو په معاشونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

په همدې حال کې حنفي د روغتيا او پوهنې په برخو کې د تشکيل د زياتوالى خبر ورکړ او ويې ويل، چې په ١٤٠٠ مالي کال کې د پوهنې وزارت په تشکيل کې ٢٦٥ زره بستونه موجود وو، چې  په ۱۴۰۱ کال کې، دا شمېره ۲۴ زره بستونو په  زياتېدو سره ۲۸۹ زره بستونو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې به شاوخوا ۸۲۰ زره دولتي کارکوونکي  د ملي بودجې له لارې معاشونه ترلاسه کوي.

مولوي حنفي دغه راز په ١٤٠١ کال کې په دولتي ادارو کې د قراردادي(NTA) او بالمقطع کارکوونکو په شمېر کې د کمښت اعلام وکړ؛ خو يادونه يې وکړه چې  په دولتي ادارو کې د ظرفيت د ټينګښت په موخه به د دغو کارکوونکو د استخدام  لپاره هڅې وشي.

هغه وويل، چې د ١٤٠١ مالي کال بودجه له کورنيو عوايدو څخه تمويلېږي، چې په کې له غيرضروري لګښتونو او د قیمتي توکو د پېرلو مخه نيول شوې ده.

باید وویل شي، چې د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته دا لومړی ځل دی، چې د هېواد ملي بودجه د بهرنیو مرستندویانو له مرستې پرته له  کورنیو عوایدو تمویلېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته