کابل / د لړم ٢٠مه / باختر
په پايتخت کې یو شمېر محدودو غيردولتي ورځپاڼو په خپلو خپرونو کې په هېواد کې بېلابېل سیاسي او پوځي مسایل تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو له خپرونو څخه دا رپوټ چمتو کړى دى:
اطلاعات روز ورځپانې « یوې هراتۍ جوړې د خپل واده لګښت اړو کسانو ته ورکړه» ترعنوان لاندې يو مطلب خپور کړی دی.
عزت صمیم او ملکه افضلي، د هرات یوې ځوانې جوړې د خپل واده پیسې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره لګولې دي.
دوی اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي دي چې د شلو اړو کورنيو د لومړنيو اړتياوو توکي يې د ۶۰ زره افغانيو په بدل کې اخيستي دي.
دې جوړې دغه راز په هرات کې پر یو شمېر بېوزلو کورنیو د سهارنۍ ډوډۍ هم وېشلې ده.
د «٨صبح» ورځپاڼې د سالنګ لویې لارې د ٣٠ کیلومترو په اږدوالي سړک د ترمیم چارې بشپړې شوې، ترسرلیک لاندې لیکلي دي: د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وايي چې د شمالي او جنوبي سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلو متره سړک کرېړ اچولو چارې بشپړې شوې دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس عبدالله عبيد د «٨ صبح» ورځپاڼې ته وويل چې د سالنګ لويې لارې د ٣٠ کيلومتره سړک د ترميم او کرېړ اچولو چارې يې بشپړې کړې دي.
پای/ذ