خبرونهټولنه

په پروان کې ترافیکي پېښه وشوه

کابل /د مرغومي  ۲۴مه /باختر

د افغانستان په شمال، سالنګ کې په  یوه ترافیکی پېښه کې ۲ تنه ووژل شول او ۲ تنه نورټپیان شول.

د دغې پېښې قربانیان اوټپیان د یوې کورنۍ غړي بلل شوي دي.

د رارسېدلو خبرونوله مخې،دغه کورنی له کابل  څخه مزارشریف ته روان و چې د جبل السراج ولسوالۍ د تاجکانو په سیمه کې  د دوی سپرلۍ موټر له  واټ  څخه ووت اوچپه شو.

د پروان د ترافیکومسوول عبدالمنان فاروقی باختراژانس ته وویل چې په دې ترافیکي پېښه کې  ۲ تنه ووژل شول او ۲ کسان ټپیان شول.

ویل کېږي په سړک کې د کنګل شتون سیند ته د دغه موتر دچپه کېدو سبب شوی دی.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته