امنیت

په پروان کې ددولت څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول

په پروان ولايت کې تيره شپه دملي پوليسو اودملي امنيت موظفينو په ګډو عملياتو کې درې تنه وسله وال مخالفين ددوي له وسلو او مهماتو سره ونيول.

د ٢٠٢ شمشاد ساحوي زون مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه عمليات دپروان ولايت په مرکز توغبردي په کلي کې  وشول چې له امله يې ددولت درې تنه وسله وال مخالفين له څلورو ډول ډول وسلو او يوې اندازي مهماتو سره ونيول شول.

ديوبل خبرله مخې  دپروان و لايت دمرکز درستم خيلو دکلي يو تن اوسيدونکې  هم له يوې لس ډزې وسلې  سره دملي پوليسو له خوا نيول شوي دي.

په خبرکې ويل شوي دي چې نيول شوي کسان ترپوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته