امنیت

په پروان کې درې تنه د وژنې په تړاو ونیول شول

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
د پروان پولیسو نن سهار د دغه ولایت په سېدخیلو ولسوالۍ کې درې تنه د وژنې او غلا په اړوند ونیول.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې پولیسو دغه کسان چې د وژنې او د موټرو د غلا تور پرې لګول شوی دی، د دغه ولایت په سېدخیلو ولسوالۍ کې ونیول.
هغه وویل چې دغه کسان د دوو تنو پر وژلو او د ۳۰ موټر پر غلا اعتراف کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د پروان په جبل سراج کې ۴ تنه د غلا او د وژنې په اړوند ونیول شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته