خبرونهامنیت

په پروان کې درې ناپېژانده وسله وال ووژل شول

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د پروان د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او جبل السراج ولسوالۍ کې درې تنه ناپېژانده وسله وال وژل شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند کامران حبیبي باختر آژانس ته وویل چې د اسلامي امارت ځواکونو په مرکز او جبل السراج ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو له ناپېژانده وسله والو سره نښته کړې چې په پایله کې یې درې تنه وسله وال وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.

په نښتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

ځايي چارواکي وايي چې وژل شویو کسانو په جبل السراج ولسوالۍ کې وسله والې غلا ګانې هم کولې او له خلکو به یې په زور پيسې اخیستې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته