امنیت

په پروان کې دنښتو له امله داعشيانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
په پروان ولايت کې دنويونښتو له امله دداعش  دډلې درې ويشت تنه غړي ووژل شول .
په دغو داعشيانو دپروان ولايت دسياه ګرد او شينواري په ولسوالۍ کې  ددوى په سنګرونوکې دپوځي عملياتو په بهير کې  بريدونه شوي دي .
په پروان ولايت کې  دعامه نظم دپوليسو دڅلورم کنډک قوماندان جنرال محمد هارون مبارز دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو پوځي عملياتو کې دنويو نښتو په بهير کې دداعش درې ويشت تنه غړي ووژل شول او يوشمير  نور هم ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل  دوژل شويو  داعشيانو  مړي دجګړې په ډګرونو کې پاتې دي .
  جنرال مبارز وايي چې په دغو عملياتو کې دپروان ولايت  دسياه ګرد او شينواري دولسواليو ځينې سيمې دداعش په ډلې پورې داړوندو کسانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
دغه عمليات کابو له يوې اوونۍ راپديخوا دداعش په سنګرونو  پيل شوي دي .
ددغو عملياتو په بهير کې تراوسه پورې  کابلو سلو تنو داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
  په يوبل خبر  کې ويل شوي دي چې دپروان ولايت په ځينو سيموکې ديولړ نويو نښتو په بهير کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يوشمير نور ټپيان شوي دي .
دغه نښتې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې ترسره شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته