خبرونهامنیت

په پروان کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شول

 کابل / د غوايي ۲۸ مه / باختر

د پروان امنیتي ځواکونو نن ۲ تنه په دغه ولایت کې د ۱۸ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیولي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي  چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو د پلټنې په بهیر کې د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي له ۱۸ کیلوګرامه اپینوسره نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو کسانو نشه یي توکي په مهارت سره  د موټر په ټایرونو کې ځای پرځای کړي و.

نیول شوي کسان د څېړنې لپاره د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته وسپارل شول.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته