امنیت

دبدخشان په يمګان کې ديرغلګرواو امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري .

کابل باختر د ثور ديرشمه :
يوې ډلې  وسله والو طالبانو نن سهار دبدخشان ولايت ديمګان ولسوالۍ  په تاسيساتو بريد وکړ .
ددغه ولايت  سيمه ئيز مقامات وايي همدا اوس  په دغې ولسوالۍ کې  دطالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري .
  دبدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل الدين عيار دباختراژانس خبريال ته وويل :په دې جګړه کې چې لاتراوسه  پورې دوام لري دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څو تنه نور  ټپيان شوي دي
په همدې حال کې داسې خبرونه خپاره شوي دي چې ګڼې ددغې ولسوالۍ تاسيسات دوسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي خو دغه ادعا دبدخشان ولايت امنيه قوماندان ردوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته