ټولنه

په پروان کې ديوې ليسې دودانۍ دجوړولو کار بشپړ شو .

کابل باختر د وږي اوولسمه : دپروان ولايت دجبل السراج په ولسوالۍ کې ديوې ليسې دودانۍ دجوړولو کار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دپروان دوالي ، دولايتي شورا د استازى ،دسيمې دمخورو ، مشرانو اودرسنيو داستازو په شتون دجبل السراج په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه دپروان ولايت دپوهنې رييس عبدالظهور حکيم وويل چې د جبل السراج دمحمدعثمان خان دتجربوي ليسې ودانۍ دفرانسې دافرن موسسې له خوا ديوسلو ديرشو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونوکې په معياري ډول په يو کال کې جوړه شوې ده چې دولس درسي او څلور اداري خونې لري . ده دپروان له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې له اوسني نظام سره همکار او مرستندوى واوسي او دخپل ولايت او ولسوالۍ دترقۍ او پرمختګ په لاره کې کارنده ونډه واخلي . په دې غونډه کې فضل الدين عيار وويل چې ميعاري او په ښه کيفيت سره پوهنه دمتمدنې او پرمختللې ټولنې متضمنه ده او هغو ښوونځيو ته دوانۍ د جوړولو چې ودانۍ نه لري هم ډاډ ورکړ . درې ورځې مخکې هم دجبل السراج ولسوالۍ ديوې ليسې ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه . ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته