ټولنه

پيغام

کابل باختر د کب ديرشمه :
د نوي کال د رارسېدو په مناسبت د اجرائیه رياست دلومړي مرستيال انجينير محمد خان پيغام
په دې هيله مو يو کال شاته پرېښود چې نور به مو هېواد له رنځونو، ستونزو او کړاوونو ووځي، خو په دې کال کې مو خورا ستونزې وګاللې، خورا سختې ازموينې مو تېرې کړې، ودردېدو، ورنځېدو او سلګونه نږدې عزيزان مو د شهيدانو له کاروان سره يو ځای شول، مګر د اسلامي لارښوونو پر اساس مو عزم کمزوری شوی نه دی او مايوسه شوي نه يوو.
دا دی نوی کال را په پيلېدو دی، جوته ده چې په نوي کال کې طبيعت غوړېږي او د الله تعالی د قدرتونو شهکارونه يو ځل بيا د پسرلي په موسم کې پر ځمکه او فضا کې خپلې ښکلاوې ځلوي، پسرلی انسانانو ته دا پيغام ورکوي چې له مرګه وروسته ژوند حق دی، له خرابۍ وروسته د ابادۍ بل پړاو شته دی، هڅه وکړئ چې د کايناتو د نورو موجوداتو په څېر تاسې هم نوی ژوند پيل کړئ، خپل چاپېريال ورغوئ، ځمکه په شنو فصلونو او باغونو زرغونه کړئ، مرور وروڼه پخلا کړئ او د اصلاحاتو په لور ګټور ګامونه واخلئ.
د نوي ژوند د پېلامې یوه برخه دا هم ده چې افغانستان د خپل تاریخی دریځ له مخې له نړیوالو او ګاونډیوهېوادونو سره (د حسن هم جوارۍ) د اصل پر بنسټ رغنده د دوستۍ او ورورګلوۍ اړیکې وپالي او که چېرې په دې اړیکو کې ترینګلتیا رامنځ ته شوې وي نو اړین بولو چې د دواړو لوریو له پلوه داسې هڅې وشي چې ښې اړیکې بیا پېل او خپل منځي ستونزي د اسلام مبارک دین د احکامو له مخې هوارې شي، مونږ د خپل بې پريتوب سياست له مخې باوري يو چې زمونږ هېواد او نه هم زمونږ ګاونډيان له ښو اړيکو پرته خپل داخلي او خارجي سياست نه شي سمبالولای.
په همدې اميد پر خپلو درنو مشرانو، سياستوالو، چارواکو، مرورو او د افغان ملت پر ټولو اقشارو غږ کوم چې ملا وتړئ او د الله تعالی پر رحمتونو د اتکاء پر مټ له نوي کال څخه د سولې، ورورولۍ، رغونې او سوکالۍ کال جوړ کړئ، داسې فضاء رامنځ ته کړئ چې هم پر افغانانو تپل شوې جګړه پای ته ورسېږي، هم سوله عملي شي او هم د ګران هېواد د رغونې او انکشاف لپاره لارې خلاصې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته