کابل باختر د زمري دري ويشتمه
دکابل پوليسو پرون دښار له بيلابيلو سيمو څخه په نشه يي توکو اتيا تنه روږدي کسان راغونډ کړل .
دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته وويل دکابل د اسمايي زون دقوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزي دمديريت کارکوونکو له کابل ښار څخه دروږدو کسانو دراټولولو لپاره دعملياتو په دوام دښار دلومړۍ ، دويمې او شپږمې امنيتي حوزي په مربوطاتو کې په نشه يي توکو اتيا تنه روږدي کسان راټول او ددرملنې لپاره يې دوه سوه بستريز روغتون ته وليږدول .