کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
د پروان ولايت د مرستيال په مشرۍ په دغه ولايت کې نن د رسنيو د اقتصادي ستونزو د څېړنې په مقصد غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه غونډه د حکومت او رسنيو د ګډو کميټو د مسوولينو په ګډون د رسنيو اقتصادي ستونزو د څېړنې او د هغوى د پورونو د څېړنې په مقصد د پروان ولايت د مرستيال په مشرۍ او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ، د برېښنا شرکت د رئيسانو او د ولايت مقام د مطبوعاتي مسوول په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پروان مرستیال واليوالي مفتي محمد ادريس انوري د رسنيو د برېښنا لګښت د پور د ورکولو د څرنګوالي په اړه وويل؛ چې رسنۍ او خبريالان د زړه حيثيت لري او بايد ملاتړ يې وشي چې په علاقمندۍ سره د دغه ولايت خبرونه خپاره کړي.
د پروان د والي مرستيال زياته کړه اسلامي امارت هڅه کوي؛ چې د خلکو ستونزې له قانوني لارو حل کړي.
د پروان د والي مرستيال د پروان د برېښنا د شرکت له رئيس څخه وغوښتل، چې له رسنيو سره دې د امکان تر پولې پورې مرسته وکړي.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الحق صديقي سره له دې چې له اقتصادي پلوه په رسنيو کې موجودې ستونزې تائيدې کړې د ولايت له مشرتابه څخه يې وغوښتل، چې د رسنيو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د پروان د برېښنا شرکت رئيس محمد عارف احمدي د خپلې ادارې د پاليسي په اړه معلومات ورکړل او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.
\ ذ