خبرونهامنیت

په پروان کې د صفوفو د تصفیې کمیسیون غونډه ترسره شوه

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د صفوفو د تصفیې کمیسیون نن په پروان کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې چې د پروان د امنیې قوماندانۍ په تالار کې جوړه شوې وه د پروان امنیه قوماندان مولوي عبدالقدیرحقاني، د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر ملا اول حق پرست او د صفوفو د تصفیې د کمیسیون غړو پکې ګډون کړی و.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتوآمرمحمد کامران حبیبي باخترآژانس ته وویل چې د صفوفو د تصفیې کمیسیون مسوولینو ۲۰ تنه د اسلامي امارت د ځواکونو له لیکو و ویستل.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه کسان د اسلامي امارت په قوانینو برابر نه و او نوي له دغه ځواکونو سره یوځای شوي و چې له بې وسلې کولو او تحقیقاتو وروسته خپلو کورونو ته ولېږدول شول.
هغه زیاته کړه د اسلامي امارت مسوولین تل د استفاده غوښتونکو او فرصت طلبو کسانو له شتون څخه د خپلو لیکو د پاکولو لپاره هلې ځلې کوي.
حبیبي زیاته کړه چې په پروان کې د اسلامي امارت ځواکونو په نورو قطعاتو او جزوتامونو کې د تصفیې بهیردوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته