امنیت

په پروان کې د ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ووژل شول

چاریکار /دغويى۲۰/باختر
د پروان په پل متک سیمه کې نن سهار د ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ووژل شول.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې د دوی د سپرلۍ موټر دغوربند د درې په تک لورې د پل مټک سیمه کې په ماین وخوت، په دې چاودنه کې ٩ نور ملکي وګړي ټپیان شول .
هغه وویل چې دغه ماین طالبانو پخوا په دې لاره کې ښخ کړی و.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته