کابل، د چنګاښ٢٧مه، باختر
په پروان کې د خيريه موسسو مسوولينو د پروان له والي سره په غونډه کې د دغه ولايت خلکو ته د دوستانه مرستو د وېشلو خبر ورکړ.
د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده د دغو موسسو له پاملرنې او هڅو مننه وکړه او له هغوى سره يي د سيمه ييزې ادارې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د آوارد د دفتر مسوول عبدالعظيم حقمل د پروان ولايت د سيمه ييزې ادارې د پاملرنې او ملاتړ لپاره قدر داني وکړه او ويې ويل چې له موسسو څخه ملاتړ په سم او شفاف ډول مستحقو کسانو ته د مرستو د وېشلو سبب کېږي.
نوموړي زياته کړه چې دا مرستې د خوړو نړيوال پروګرام له خوا د آوارد دفتر په همکارۍ ترسره کېږي او ټاکل شوې ده په راتلوونکو دريو مياشتو کې د جبل السراج، سيدخيل او د بګرام په ولسواليو او چاريکارو ښار کې ١٠ زره بېوزلي کورنۍ ترپوښښ لاندې ونيسي.
حقمل وويل په دې پروګرام کې به هرې کورنۍ ته په مياشت کې يوه بورۍ اوړه ، ٦ کيلو دال، مالګه او په خوار ځواکۍ اخته ماشومانو ته مقوي مواد ووېشل شي.
د بګرام او د جبل السراج ولسوالانو څارنوال دادالله او مولوي عبدالمعروف حقجو دغو موسسو ته د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چې موسسې دې بايد د ولسواليو د مشرتابه په همغږۍ مرستې ووېشي.
\ ذ