کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د پروان د ښارجوړولو او اراضۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۴۳ تنه غاصبین عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.
د اسلامي امارت د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ۴۳ تنه د ځمکو غاصبين یې د بګرام، سيدخيل او جبل السراج په ولسواليو کې عدلي او قضايي بنسټونو ته ور معرفي کړي دي.
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت ژمن دى، چې د دولتي ځمکو د غصب مسئله په جدي توګه وڅېړي او غصب شوې ځمکې بېرته دولتي بنسټونو ته وسپاري، چې په ټولګټو پروژو کې ورڅخه استفاده وشي.
\ ج